د چین د یوې لارې یو کمربند نوښت فورم په دویمه ورځ د ټرانسپورت او هوايي چلند مالي مرستیال د فورم له ګډونوالو سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي. د یاد وزارت ویاند وایي چې مالي مرستیال د ټرانسپورټي اړیکو، انرژۍ، او نړۍوالو اړیکو ټینګښت په اړه خبرې کړې دي. ورته مهال، د صنایع او کانونه خونه وایي چې یاد فورم کې د افغانستان پلاوی باید د ګډون کوونکو هېوادونو په ځانګړې توګه د چین پام دې ته راواړوي چې افغانستان ته هم د یوې لارې یو کمربند په نوښت کې ونډه ورکړي. اخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د یوې لارې یو کمربند نوښت کې د افغانستان ګډون به د هېواد په سوداګریزه برخه کې لوی بدلون رامنځته کړي. د چین د یوې لار یو کمربند غونډه د چهارشنبې په ورځ پیل شو چې د ۱۳۰ هېوادونو استازو او پلاوو پکې ګډون کړی دی.
































