د روغتیا نړیوال سازمان په هرات ولایت کې له څه باندې یولک زلزله ځپلو سره د نږدې ۸ میلیونه ډالره مرستې غوښتنه وکړه. د ملګرو ملتونو دې ادارې پرون په یوه راپور کې ویلي چې په هرات کې ۱۱۴ زره زلزله ځپلي روغتیايي مرستو ته اړتیا لري. تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وو چې د هرات زلزله ځپلو لپاره ۱۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده. په هرات ولایت کې له دوو اوونیو راهیسې زلزلې کېږي. د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، تر ۱۴۰۰ ډېر کسان په دې زلزلو کې مړه شوي او شاوخوا ۲ زره ژوبل شوي دي.
































