د ریاست الوزرا اداري مرستیال افغانستان کې د پاکستان له سفیر، عبیدالرحمن نظاماني سره په لیدنه کې، د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو پر پیاوړتیا او په پاکستان کې د افغان کډوالو د وروستي وضیعت په تړاو خبرې اترې کړي دي. د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اداري مرستیال په دغه لیدنه کې د پاکستان څخه غوښتي تر څو د افغان کډوالو د اېستلو په اړه پر خپله پرېکړه یو ځل بیا فکر وکړي.
































