د کرنیزو محصولاتو زیاتوالي، د بېوزله بزګرانو د ملاتړ او د هغوی د عوایدو زیاتوالي په موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ لوګر کې ۸ زره مستحقو بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پیل شو. د لوګر والي ضیاالرحمن مدني د خوړو او کرنې نړېوال پروګرام له مرستو د مننې ترڅنګ وغوښتل، چې بزګرانو ته د دغه ډول مرستو لړۍ دې جاري وساتي. ورته مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سیدامین هاشمي وویل چې په یادو مرستو کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو توره کیمیاوي سره او ۵۰ کیلو سپینه سره وېشل کېږي.
































