د خوست د ښاروالۍ رياست مسوولين وايي چې د روان کال د دویمې ربعې په ترڅ کې يې ۸۵ ميليونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د خوست ښاروال بسم الله بلال د روان کال د دویمې ربعې د حساب ورکونې غونډه کې له ګډونوالو چې د بېلابېلو رسنیو خبریالانو په کې برخه درلوده وغوښتل چې د ښاروالۍ ټولې چارې وڅاري او که چېرې کومو پروژو یا اداري چارو کې نیمګړتیاوې وویني نو له دغه ادرې سره دې شریکې کړي ترڅو یې د حل په موخه کار وشي.
































