په ننګرهار کې د جلغوزیو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله د پام وړ کموالی راغلی دی. د جلغوزیو سوداګر وايي، تېر کال یې هم، د هوايي دهلېزونو د نشتوالي د ترانزیټي او بانکي ستونزو له امله، میلیونونه افغانۍ تاوان کړی، خو تر اوسه یې دغه ستونزې نه دي هوارې شوي. د ننګرهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین که څه هم وايي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلات ۱۵۰ میټریک ټنو ته رسیږي خو زیاتوي، چې د طبیعي افتونو د جلغوزیو د راټولولو لپاره د پرمختللو وسایلو نشتو له امله یې، په حاصلاتو کې کمښت راغلی دی.
































