د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د ترکیې هېواد د «(SKM» کمپنۍ له مشر ډاکټر عباس فرساد سره کتلي دي. د دغه وزارت ویاند وایي چې په دې کتنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو او همدارنګه د دغه وزارت له لوري هغوی ته د خدمتونو د وړاندې کولو پر څرنګوالي هر اړخیزې خبرې وکړې. نوموړی زیاتوي چې ورته مهال د ترکیې هېواد د (SKM) کمپنۍ ریيس ډاکټر عباس فرساد د یادې کمپنۍ د پروژو او پروګرامونو په هکله معلومات وړاندې کړل او زياته یې کړه چې یاده کمپنۍ به د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره ښارګوټی جوړوي او د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي بسیاینې په موخه د حرفوي زده کړو په برخه کې د امکاناتو چمتو کولو ته خپله ژمنتیا ښيي.
































