د پاکستان په پنجاب کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ډينګي۷۱۴۷ پېښې ثبتې شوې او له امله یې د مړو شویو راپور نه دی ورکړل شوی. چارواکو د رسنیو هغه راپورونه بې بنسټه بللي، چې ویلي یې و، ګواکې دوه کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي. روغتیايي چارواکو ویلي، چې په ټول ایالت کې د ډينګي ناروغۍ پر ضد عمليات روان دي او د دوا شېندنې لړۍ هم پیل شوې ده. د چارواکو په وینا، له ګواښونو سره مخامخو سیمو ته ځانګړې پاملرنه کېږي او د معلوماتو له مخې فيصل اباد او ملتان کې هم د ډينګي پېښې ثبتې شوې دي.
































