د بلخ ولایتي چارواکي وايي، چې د هرات زلزلهځپلو سره د مرستو په لړ کې د قزاقستان د بشردوستانه مرستو یوه جوپه دغه ولایت ته رسېدلې ده. د بلخ د والي مرستیال نورالهادي ابوادریس وايي، دغه مرسته چې ۲۷ واګونه خوراکي او البسه توکي دي، چې نن د قزاقي چارواکو لهخوا د یاد ولایت حیرتان بندر کې افغان لوري ته سپارل شوې دي. بلخ کې چارواکو ته د یادو مرستو سپارلو پر مهال د قزاقستان استازي میرام اشخمنوف وویل چې دغه مرسته یې د یاد هېواد د ولسمشر په لارښوونه د هرات زلزلهځپلیو څخه د لاسنیوي لپار افغانستان ته استولې دي. نوموړي زیاته کړې چې دغو مرستو کې اوړه، غوړي، شیدې، جامې، کمپلې، چپرکټ، وریجې او خېمې شاملې دي چې په وینا یې، بلخ کې د سرپرست حکومت ته سپارل شوې دي.
































