د افغاني سرې میاشتې رییس دوحې ته د سفر په ترڅ کې، د افغانستان لپاره د کاناډا د سفارت له سلاکار الیاس عرفان سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې افغاني سرې میاشتې رییس ویلي، چې لازمه ده په بېړه بې سرپناه زلزله ځپلو ته کورونه جوړ شي ترڅو د ژمي له یخنۍ خوندي وي. ورته مهال په یاده ناسته کې عرفان ویلي؛ د کاناډا حکومت په افغانستان کې د نړیوال بانک له لوري د روغتیایي پروژو مالي ملاتړ کوي او هڅه کوي، چې د افغاني سرې میاشتې له لارې هم په افغانستان کې په بشري خدمتونو کې ونډه واخلي.
































