د زابل د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین د دغه ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د ۵ شبکو له پیل خبر ورکوي. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د یونسیف په مالي ملاتړ د ۱۷ میلیونه ۲۴۹ زره ۸۶۵ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۵ شبکو چارې پیل شوې دي. د یادو شبکو په بشپړېدو سره به زرګونو زده کوونکو ته د څښاک له اوبو څخه برخمن شي. یادو شبکو ته د ۱۰ زره لیټره اوبو په وړتیاو ذخیرې، ۵ تختې سولر او د نلونو نښلول شامل دي.
































