د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر حامد احسان وايي، چې تېره يوه میاشت کې د امریکا، هسپانیې، کاناډا، چین او يو شمېر نورو هېوادونو څخه ۱۰۴ سېلانيان کندهار ته ورغلي او په ياد ولايت کې يې له تاریخي سیمو څخه لیدنه کړې ده. په کندهار کي احمدشاه بابا مقبره او کور، د میرویس نیکه مقبره، سرپوښ بازار، چهل زینې، نارنج ماڼۍ او نورې هغه تاریخي ابدې او لرغوني سیمي دي، چې دغه ولايت ته يې د سېلانیانو پام ور اړولی دی.
































