کورنیو چارو وزارت د خپلو شپږ میاشتنیو فعالیتونو راپور ورکولو پرمهال وویل، چې د سوداګرو، اقتصادي او پراختیايي پروژو د امنیت ټینګښت په موخه د عامه ساتنې لوی ریاست معینیت ته ارتقا کړې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د دغه وزارت سرپرست کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې هېڅ فرد او ډلې ته به هېواد کې د تامین شوي سرتاسري امنیت د له منځه وړلو اجازه ور نه کړي. نوموړي کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړی چې امنیت به یې خوندي کوي.
































