د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا لاریون کوونکو غوسه کړی دی. په امریکا کې بیا پراخ لاریونونه پيل شوي دي او ټرمپ ګواښ کړی چې لویو ښارونو ته به لا ډېر پوځیان ولېږي. ډونالډ ټرمپ د تازه لاریونونو په غبرګون کې ویلي، په ځینو ښارونو کې تجربو وښوده چې د پوځ ځای پر ځای کول ګټور دي، نو نورو لویو ښارونو ته به هم پوځیان واستوي. بلخوا د امریکا مدني ټولنو او د بشري حقونو فعالو بنسټونو د ټرمپ په دې زورزیاتي غبرګون ښودلی. دوی ویلي ټرمپ له وضعیت د کمپاین لپاره استفاده کوي او له بلې خوا د لاریونونو د کنټرول لپاره له زور کار اخلي چې د قانون خلاف کړنه ده.
































