روسیه او امریکا باید د افغانستان په مسئله کې له یو بل سره همکاري وکړي. د روسیه مټر په نامه نشریه وایي په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپرېږي چې ګواکي روسیې طالبانو ته د امریکایي عسکرو د وژلو پر سر انعام ورکړی دی. سرچینه کاږي چې دغه ډول مسایل به امریکا او روسیه د یو بل په مقابل کې ودروي چې زیان به یې افغانستان ته واوړي. نشریه د چارو د شنونکو له خولې لیکي چې امریکا او روسیه باید له یو بل سره د افغانستان د مسئلې په اړه صادقانه چلند وکړي، له یو بل سره همکاري وکړي او په دغه هېواد کې د څو لسیزو اوږده جګړه پای ته ورسوي.
































