د ملګرو ملتو د مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا مسوولینو د بغلان د اقتصاد ریاست له مسوولینو سره د همغږۍ په ناسته کې په دې ولایت کې د بشري مرستو په زیاتېدو، د موسساتو د فعالیت په ډېروالي او خلکو ته د کاري زمینې په برابرولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې اړمنو کورنیو ته باید مرستې پر وخت ورسېږي. د بغلان د اقتصاد رییس عبدالمتین اخندزاده ویلي، چې په دې ناسته کې یې د شمال ختیځ زون د اوچا د دفتر له مسوولې ماریاوینویلارادریګوز سره وزګارو کسانو ته د کاري زمینې په برابرولو، بېوزلو کورنیو ته د مرستو په رسولو او نورو برخو خبرې کړي او دغه راز یې غوښتنه کړې، چې وچکالۍ د بغلان په پرمختیايي او پراختیايي چارو ناسمه اغېزه کړې او نادولتي موسساتو ته پکار ده، چې په دې دواړو برخو کې خپله پاملرنه زیاته کړي.
































