د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي په تېره یوه میاشت کې د غزني له تاریخي آبدوڅخه نږدې ۸۰ بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې ده. د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله نثار ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې دغه ولایت ته ۷۷ بهرني سیلانیان چې د امریکا، کاناډا، برازیل، چین، روسیې، پاکستان، ایران، هند او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو غړي وو ورغلي او د دغه ولایت له تاریخي آبدو، لرغونو سیمو او طبعي ښکلاوو څخه یې لیدنه کړې ده. د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي چې له بهرنيو سیلانیانو سره په دغه ولایت کې د یاد ریاست د ګرځندوی او افغانتور شرکت کارکوونکي سیمو ته ځي او د غزني د تاریخي آبدو، لرغونو سیمو او طبعي ښکلاوو په هکله له هغوی سره معلومات سره شریکوي. د غزني ولایتي چارواکي وايي، نن هم دغه ولایت ته د ارجنټیان او آسپانیان هېوادونو څخه د ۸ ښځینه وو بهرنيو سیلانیانو په ګډون ۱۵ بهرني سیلانیان ورغلي دي.
































