د زابل د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په دریو ښوونځيو کې د اوبو رسولو د دریو شبکو چارې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره یاده پروژه د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست ترچتر څارنې لاندې د یونیسف په مالي پلي کېږي. د زابل د کليو بيارغونې او پراختیا ریيس حکمت الله رهبر وويل چې یاده پروژه د یو نیسف په مالي ملاتړ د ارغنداب ولسوالۍ په کرتو، شال کوټ او حضرت عمر سیمو په ۳ ښونځیو کي د ۸ میلیونه ۵۸۸ زره ۸۶۶ افغانیو په لګښت پیل شوې دي، چې چارې به یې په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.
































