د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ مخکښ سیال جوبایډن وایي واک ته د رسېدو پر لومړۍ ورځ به د ټرمپ له لوري پر مسلمانانو وضع شوي بندیزونه لرې کوي. بایډن د امریکا د بېلابېلو ایالتونو له مسلمانانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې ویلي دي، ټرمپ په غیر قانوني توګه د ځینو مسلمانو هېوادونو پر وګړو د ورتګ بندیز لګولی دی او همدا چې واک ته ورسېږي په لومړۍ ورځ به د ټرمپ دغه فرمان لغوه کوي. هغه ویلي امریکا به یو ځل بیا پیاوړې کوي او نړیوال باور به یې بېرته راګرځوي. ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم د ایران، یمن، سوریې، اندونیزیا او ځینو نورو هېوادونو پر وګړو امریکا ته د تګ بندیز ولګاوه. همدا راز یې د ځينو نورو هېوادونو وګړو ته د ویزې په ورکړه کې سختي هم راوسته.
































