د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د کندهار ولایت، د سپین بولدک له صفري نقطې څخه د لیدنې پرمهال د راستنېدونکو کډوالو ستونزې اورېدلي دي. د یادې لیدنې پرمهال سرپرست وزیر ویلي، چې د کډوالو د راستنولو لپاره د سرپرست حکومت په لوړه کچه تیاری نیولی، د هېواد غېږه د ټولو افغانانو لپاره خلاصه ده او ټول باید په ابرومندانه توګه خپل هېواد ته راستانه شي. نوموړي د کډوالو نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې اوچا او یو شمېر نورو همکارو موسسو له مسولینو سره هم ولیدل او د دوی کارونه یې ارزولي او لازمې سپارښتنې یې ورته وکړې.
































