د لغمان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۱۰ شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یاد ولایت والي زین العابدین عابد وویل، چې یادې شبکې د مرکز مهترلام اړوند سلطان غازي بابا، عمرزیي، چهاردهي، خاله خېل، د قرغیو ولسوالۍ په کاکڅ، عبدالرحیمزایي، باباجي، نهرکریم، فرمان خیل او د علینګار اړوند د منګو کليو په لس ښوونځیو کې د یوه کال په موده کې جوړې شوې دي. په ورته وخت کې بیا د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست یو مسوول وویل، چې په ټولیزه توګه په یادو پروژو کې ۶۰۰ د اوبو نلونه، لس حلقې کوهیان، ۲۲۰ سولري تختې، ۶ د اوبو ذخیرې، ۱۲ سیټه عصري تشنابونه او ۲۰ د لاس وینځلو کاسې جوړې شوي دي، چې ورسره ۸ زره ۷۶۹ زده کوونکو او ۴ زره ۵۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
































