د کرکټ په نړیوال جام کې افغانستان پاکستان ته د اتو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. دا لومړی ځل دی چې افغانستان د کرکټ په پنځوس اوریزه لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکوي. د دواړو لوبډولو تر منځ تر دې وړاندې اووه لوبې ټولې پاکستان ګټلې وې. د هند په چنای کې په نننۍ لوبه کې، پاکستان د پچې له ګټلو وروسته افغانستان ته د ۲۸۳ منډو هدف وټاکه. افغانستان وکولای شول چې د خپلو پرانیستونکو توپ وهونکو ابراهیم ځدران د ۸۷ منډو او رحمان الله ګربز د ۶۵ منډو په مټ دغه هدف پوره کړي. په دغه لوبه کې د افغانستان توپ وهونکو رحمت شاه ۷۷ او کپتان هشمت الله شهیدي ۴۸ منډې وکړې او تر پایه و نه سوځېدل. د پاکستان دپاره کپتان بابر اعظم تر نورو زیاتې منډې وکړې. هغه په ۹۲ توپونو د ۲۴ منډو کولو وروسته د نور احمد په توپ وسوځېد. د افغانستان په لوبډله کې د تیز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي پر ځای، ورو توپ اچوونکی نور احمد لوبه کوي. په نړیوال جام کې په خپله لومړنۍ لوبه کې، ۱۸ کلن نور احمد په لسو اورونو کې ۴۹ منډې ورکړې او د پاکستان درې لوبغاړي یې وسوځول. د افغانستان بله لوبه راتلونکې دوشنبې د سريلانکا په خلاف ده.
































