د امریکا په نږدې پنځه ویشتو ښارونو کې یو ځل بیا اعتراضونه او اعتصابونه پیل شوي دي. د جورج فلویډ تر وژل کېدو وروسته دا د اعتراضونو دویمه ستره څپه ده. اعتراض کوونکي تر ډېره هغه کسان دي چې په دفترونو او کارځایونو کې دندې لري، دوی له خپلو کارونو راوتلي او په کاري چاپېریال کې یې د توپیري چلند پر وړاندې خپل غږ اوچت کړی دی. دوی همدا راز د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو غوښتونکي دي او له امریکايي حکومت غواړي چې د تورپوستو پر وړاندې له توپیري چلند لاس په سر شي.
































