قطر کې د افغاني سرې میاشتې رییس او د قطر د سرې میاشتې د نړیوالو پروګرامونو او پروژو د مسول ډاکتر احمد صلاح ترمنځ د “تود ژمي” په نوم هوکړه لیک لاسلیک شو. د دې هوکړه لیک له مخې د قطر سره میاشت افغانستان لپاره د ۷۸ زره او ۴۲۲ امریکایي ډالرو په ارزښت د ژمي لپاره اړین توکي پیري او یاد توکي له بېوزلو وګړو سره د مرستې په توګه افغانستان ته رالېږي.
































