د بدخشان امنیتي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د ارغنجخوا ولسوالۍ په قلعه مرزا شاه کلي کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار وايي، چې په دې پېښه کې دوه تنه مړه شوي دي. نوموړی وايي، یو فلانکوچ موټر چې د فیض آباد ښار په لور روان وو د تخنیکي عوارض له امله له سړک څخه وتلی او چپه شوی دی. خو د بدخشان د ولایتي روغتون رییس ډاکتر همایون فروتن وايي، چې تېره شپه شاوخوا لس بجې په یاده ترافیکي پېښه کې د مړه شویو کسانو ترڅنګ ۴ تنه ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي چې تر درملنې لاندې دي. د دغې ترافیکي پېښې د ټپیانو روغتیايي حالت ښه بلل شوی دی.
































