د سرپرست حکومت چارواکي وایي چې د پاکستان له وروستیو فشارونو سره تر ۱۲۰ زرو پورې افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي. د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان د سرپرست حکومت کونسل عبدالجبار تخاري ویلي چې دوی له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د مهلت غځېدو غوښتنه لري. د هغه په وینا، که پاکستان دغه مهلت اوږد کړي، افغان کډوال به په منظمه توګه د وتو چانس پیدا کړي. پاکستاني رسنۍ هره ورځ خپل افغانستان ته د زرګونه افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکوي. د سرپرست حکومت چارواکو ویلي، چې د ننګرهار په لالپوره ولسوالۍ کې یې د دغو کډوالو لپاره یو موقت کمپ جوړکړی. په ورته وخت کې هېواد ته ستانه شوي افغان کډوال د مرستو له کموالي شکایت لري او د دوی ستونزو ته د پاملرنې غوښتنه لري.
































