د اروزګان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د یو روغتیايي مرکز د بیا رغولو چارې بشپړې شوې. د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین مرکز ترینکوټ ښار کې د یک لینګي روغتیايي مرکز چې د تېرو جګړو له امله ویجاړ شوی و، د AHDS موسسې په مالي ملاتړ د ۱۸ زره امریکايي ډالرو په لګښت بیا ورغول شو.
































