د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس د واکسین جوړېدو په تړاو د خپرو شوو راپورونو هرکلی کړی دی. په سویس کې ددغه سازمان چارواکو په یوه خبري غونډه کې ویلي، سره له دې چې کرونا په نړۍ کې یو ستر ناورین رامنځ ته کړی دی، خو د واکسین د جوړېدو په تړاو خپاره شوي راپورونه هیله بښونکي دي. روغتیا نړیوال سازمان داسې مهال د واکسین د جوړېدو هرکلی کوي چې اکسفورډ پوهنتون تازه ددغه واکسین د بریالي ازمویښت ډاډ ورکړی دی. دغه پوهنتون ویلي پر سلګونه کسانو یې واکسین ازمویلي او پایله یې په پوره توګه مثبته ده. بلخوا چینيي پوهانو هم ویلي چې واکسین یې بریالي دي او پر لسګونه کسانو ازمویل شوي دي. روغتیا نړیوال سازمان بیا وایي چې اوس باید د دغه واکسین د پراخ ویش لپاره تیاری ونیول شي.
































