د بنګله دېش د ختیځ په بهايي راب ښار کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله۱۷ تنه مړه شوي او لسګونه نور ټپیان دي. بهايي راب د پلارمېنې ډاکې د شمال ختیځ په شاوخوا ۸۰ کیلومترۍ کې پروت دی. د راپورونو له مخې پرون مازدیګر مهال یو بار وړونکی اورګاډی د بل مساپر وړونکي اورګاډي له وروستیو خونو سره ټکر شوی دی. د بنګله دېش د اورګاډو یوه چارواکي ویلي چې دا پېښه د یوې کوچنۍ تېروتنې له کبله رامنځته شوې ده. بنګله دېش کې د اورګاډو تاسیسات کمزوري او دا ډول پېښې پکې بې مخېنې نه دي. په دې پېښه د شاوخوا ۵۰ کسانو د ټپي کېدو ویل شوي دي.
































