د ملګروملتونو د ماشومانود ملاتړ اداره یا یونیسف ویلي، چې د ملګروملتونو ادارو په تیره یوه میاشت کې په افغانستان کې له شپږ میلیونو څخه زیاتو افغانانو ته روغتیايي خدمتونه او خواړه برابر کړي دي. د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې د راپور له مخې په روغتیايي مرکزونو کې خلکو ته د برابرو شویو روغتیايي خدمتونو له نیمايي څخه زیات یې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمرماشومانو ته برابر شوي دي. یونیسف اوس مهال په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې ۳۲۰۰ مرکزونوڅخه ملاتړ کوي چې د تېر سپټمبر په میاشت کې د دغو مرکزونو له لارې ۱.۱ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ د تشخیص لپاره معاینه شوي دي. همداشان په دغه موده کې ۶۰۶ زره ماشومان چې ۵۷ فیصده یې نجونې وې په دغو مرکزونو کې په سختې خوارځواکۍ د اخته کیدو له امله تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
































