چین د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو دویمه جوپه د شینجیانګ ځمکني بندر له لارې افغانستان ته رالیږلې ده. د راپورونو له مخې په دغه مرستو کې، د خېمو په شمول د زلزله ځپلو لپاره د ژوند اړين توکي شامل دي، چې په څو واګونونو کې به هېواد ته راورسيږي. چین تر دې وړاندې هم د هرات له زلزله ځپلو سره د ۳۰ میلیونه یوانو په ارزښت بېړنۍ بشري مرسته وکړه، چې پکې خيمې، چپرکټونه، کمپلې او د ژمنيو جامو په شمول ځیني بيړني مرستندويه توکي شامل وو. د چين د نړيوالو همکاريو او پرمختګ ملي ادارې ویلي وو، چې د چين حکومت به د افغانستان د سرپرست حکومت له غوښتنې او اړتياوو سره سم، زلزله ځپلو سيمو ته بيړنۍ مرستې ولېږي.
































