د ميدان وردګو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین د دغه ولایت په مرکز میدان ښار سربېره، نرخ او جلریزو لسوالیو کې د ۲۰ پروژو د چارو له پیل خبر ورکوي. د دغو پروژو د پیل مراسمو کې د یاد ولایت والي وویل، چې د دا ډول پروژو په پلې کولو سره له یوې خوا بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه برابریږې او له بلې خوا د ولسونو ستونزې له منځه وړي. په ورته وخت کې د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس فیض الله جلالي وویل، چې دغه پروژې په مرکز میدان ښار سربېره په نرخ او جلریز ولسوالیو کې د پاملرنې مؤسسې په مالي ملاتړ د ۱۶۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت پلې کېږي چې په کې د سړک رغول، د کارېزونو او کانالونو پاکول او د استنادي دېوالونو جوړول شامل دي. اخوا ځايي مسوولین ډاډ ورکوي چې په نږدې راتلونکي کې به په دغه ولایت کې نورې لویې پروژې هم پلې شي.
































