د برېتانیا د پوځ لوی درستیز وايي چې په افغانستان کې د برېتانوي سرتېرو له خوا د ملکي وګړو د وژنو د ادعاوو په اړه د څېړنو بشپړ ملاتړ کوي. امیرالبحر ټوني رادکین چېپرون د دې قضیې په تړاو موظفې کمېټې د ځواب ویلو لپاره راغوښتی و، په یوه بیان کې ویلي چې دی او د دفاع وزارت مشرتابه د دې څېړنو ملاتړ کوي. د برېتانیا د دفاع وزارت له خوا ګومارل شوې کمېټه هغه ادعاوې څېړي چې وايي، د برېتانیا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ لسګونه بې ګناه ملکي افغانان چې ماشومان هم پکې وو وژلي دي. په داسې حال کې چې هغوی دې سرتېرو ته هېڅ راز امنیتي ګواښ نه وو پېښ کړی. په دې ادعاوو کې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د هغې کورنۍ د نهو غړو وژنه په داسې حال کې چې ویده وو، هم د بېلګې په توګه یاده شوې ده.
































