د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له پاکستانه د افغانانو د ایستلو پر پلان اندېښنه ښودلې. بنېټ پرون د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د وینا پر مهال زیاته کړې، چې له ګڼو دغو افغانانو سره یې له نږدې خبرې کړي چې د ځورونو، ناقانونه نیونو او زور زیاتي څخه شکایتونه لري. هغه زیاته کړې چې د پاکستان د تازه پلان په اساس ښايي تر یو میلیون او څلور لکه افغانان له دغه هېواده وایستل شي چې په ډله کې یې ګڼ خلک د ځان د خوندیتوب لپاره افغانستان پرېښی وو.
































