د سالنګ تونل د بیارغونې مسوولین او قراردادي شرکتونو استازي وایي، چې د سالنګ تونل د بیارغولو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوي او پاتې شل سلنه چارې به یې هم په کم وخت کې بشپړې شي. د بغلان والي د سالنګ تونل د بیارغونې له کاري چارو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د ژمنې سره سم د سالنګ د جوړولو چارې ۸۰ سلنه مخته تللي او ډاډ یې ښودلی، چې پاتې چارې به یې هم د قراردادي شرکتونو له لوري په کمه موده کې بشپړې شي. نوموړي زیاته کړې، چې په دې پروژه کې ډېری کارېدونکي رغنیز مواد د هېواد کورني تولیدات دي او د افغاني شرکتونو او انجنیرانو له لوري یې د جوړولو چارې پرمخ وړل کېږي.
































