د نیمروز ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د یاد ولایت د ورېښمو له لارې د څه باندې ۵۷ زره افغانانو د بېرته راستنېدو خبر ورکړی دی. د نیمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس عبدالله ریاض ویلي، چې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د تلې میاشتې د لومړۍ ورځې څخه تر ۳۰ مې نېټې پورې ۵۷ زره ۳۷۲ تنه چې ۱۴۴۱ کورنۍ دي له ایران څخه د نیمروز د ورېښمو پل له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. د نوموړي په خبره، له ۱۲ زره ۹۸۱ بېوزلو کسانو سره د همدې ادارې په همغږۍ د کډوالو سازمان موسسې له لوري خوراکي او نغدي مرسته هم شوې ده.
































