د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې کاري ټیمونه یې اوس هم په هرات کې زلزله ځپلو ته رواني او ټولنیزې مشورې ورکوي. د دې ادارې پر ټویټرپاڼه لیکل شوي چې تر اوسه ۷۵۰تنه د دوی له رواني مشورو او نورو مرستو برخمن شوي دي. د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې کاري ډلې یې اوس هم په سیمه کې شتون لري او له زلزله ځپلو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. د دې ادارې په مرستو کې خېمې، اړین توکي، د روغتیایي توکو کڅوړې، رواني او ټولنیزې مشورې شاملې دي. د ملګرو ملتونو ادارې د راپور پر اساس، د هرات په زلزلو کې د نورو زیانونو تر څنګه د۷۵۰۰ امیندواره مېرمنو رواني سلامتیا ته زیان رسېدلی و.
































