په ناکرار بلوچستان کې د چاودنې له امله اته تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بلوچستان د سیمه ییزو چارواکو په خبره، دا پېښه د جنوبي بلوچستان په تربت سیمه کې په یو موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې او په پایله کې یې یو تن وژل شوی او اووه نور ټپیان دي. د چارواکو په خبره، ټپیان یې روغتون ته لېږدولي او د دوو هغو روغتیایي حالت د اندېښتې وړ دی. تر اوسه د پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو بلوڅ بیلتون غوښتونکي دا د پاکستان د استخباراتي ادارو کار بولي.
































