د امریکا د استازو جرګې غړو له شاوخوا دریو اونیو ناندریو او رایو اچوونو وروسته پرون نوی مشر وټاکه. د استازو جرګې غړو، چې اکثریت یې جمهوریت غوښتوونکي دي، د خپل ګوند د لویزیانا ایالت استازی مایک جانسن مشر کړی دی. جانسن ته ۲۲۰ موافقې او ۲۰۹ مخالفې رایې ورکړل شوې. دی د امریکا د استازو جرګې ۵۵م مشر دی. له ده سره بل کاندید حکیم جفریس و، ټولو ۲۰۹ دموکرات غړو هغه ته رایه ورکړه. د امریکا ولسمشر جوبایډن مایک جانسن ته د نوې دندې مبارکي ورکړې ده مایک جانسن د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د ولسمشر دونالډ ټرمپ سره ولاړ و. دونالډ ټرمپ هم جانسن ته د نوې دندې مبارکي ورکړې او ویلي دي چې هغه یو «فوق العاده» استازی دی.
































