د راپورونو له مخې، د بریتانیا حکومت نن له پاکستانه په يو چارټر شوې الوتکه کې دغه هېواد ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږدولو بهیر پیلوي. سرچينې وايي، په لېږدونکو کډوالو کې هغه کسان شامل دي، چې د بریتانیا هېواد ورسره د ویزو ژمنه کړې ده. د بریتانیا د حکومت شمېرې ښيي چې دغه هېواد ته د لېږدولو په شرایطو برابر د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۳۲۵۰ افغان کډوال دا مهال د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې ژوند کوي. دا په داسې حال کې ده چې د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته زرګونه افغانان په نورو هېوادونو کې د پناه اخيستو په موخه په پاکستان کې د انتظار شپې ورځې تېروي.
































