په بغلان کې د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ مسوولین وايي، چې د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ ۱۳۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د حکومت خزانې ته یې سپارلي دي. د دغه ادارې رييس ويلي، د ډبرو سکرو په عوايدو کې د تېر کال په پرتله سږکال ۵۰ سلنه زياتوالی راغلی دی. بلخوا په دغه ولايت کې د ډبرو سکرو استخراج کوونکي کارګر هم وايي، چې د سکرو په کان کې د تېرو وختونو په پرتله کاري اسانتیاوې رامنځته شوي او دوی په فني ډول په ډاډه زړه سکاره استخراج کوي.
































