د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رييس ويلي، چې افغانستان د سارک او ایکو سازمانونو د یوه غړي په توګه خپل ارزښت لرونکي جغرافیاوي موقعیت ته په کتو غواړي د شمال – جنوب ترمنځ د اتصالي کوورېدور رول ولوبوي. نوموړي په مسکو کې د استراخان فورم په غونډه کې له ګډونوالو غوښتي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پروژو کې پانګونه وکړي او هغوی ته یې د پانګونې په برخه کې د هر ډول همکارۍ او آسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی دی. د استراخان نړیوال فورم د روسیې په کوربه توب جوړ شوی او ټاکل شوې چې افغان پلاوی د دغه فورم په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.
































