د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې له پاکستانه ستنېدونکي افغان کډوال له ځان سره تر ٥٠ زرو زیاتې کلدارې نه شي لېږدولی. هغه یو وار بیا ټینګار کړی، چې ټول غیر قانوني افغان کډوال باید تر ټاکلې مودې له دغه هېواده ووځي. دغه راز افغانستان او نړۍوال له پاکستانه غوښتنه کوي، چې د افغان کډوالو په اړه کړې پرېکړه بېرته واخلي خو دغه هېواد یې نه مني.
































