د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري په افغانستان کې د قابلو د روزنې د یوه پروګرام خبر ورکړی دی. دغه بنسټ پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دې پروګرام هدف د مور او ماشوم د مړینې د لوړې کچې راټیټول دي. د خبر په دوام کې راغلي چې په دغه پروګرام کې ۸۰ ځوانې مېرمنې روزنه ترلاسه کوي چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې کار وکړي.
































