د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین کمپاین پرون پای ته ورسېد. دغه کمپاین په کابل، کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، کندوز، تخار، بغلان، پروان او کاپیسا ولایتونو کې د تېرې دوشنبې په ورځ پیل شوی و. افغانستان او ګاونډی پاکستان یې د نړۍ په کچه یوازني دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس ریښې په کې پاته دي. په افغانستان کې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال له پيل راهیسې د پولیو ۶ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټولې یې ننګرهار ولایت کې دي. پولیو هغه ویروسي ناروغي ده چې له واکسین پرته درملنه نه لري او د انسان د فلج کېدو لامل کېږي.
































