د بریتانیا حکومت پرون له اسلام اباده ٢٠٠ افغان پناه غوښتونکي په یوه چارټر الوتکه کې بریتانیا ته انتقال کړل. د راپورونو له مخې، دا هغه افغانان دي چې بریتانیا ورسره د ویزې ورکولو ژمنه کړې ده. له پاکستانه بریتانیا ته د تلو په تمه دا د انتظار افغانانو لومړنی پرواز و. له دې مخکې د برتانیا حکومت ویلي و چې دوی به ټول هغه افغانان چې برتانیا ورسره د وېزو ژمنه کړې، له دې هېواد وباسي.
































