د عامې روغتيا سرپرست وزیر، د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د روغتيايي خدماتو وړاندې کولو په موخه، د دغه وزارت له ریيسانو او مسوولینو سره ناسته کړې ده. په دې ناسته کې، سرپرست وزير سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره په ننګرهار، کندهار او نورو ځايونو کې د راستنېدونکو افغانانو لپاره روغتيايي خدمات لا معياري او ټولو هغه برخو ته رسېدنه وکړي چې اړتيا ليدل کېږي. تر دې وړاندې هم د عامې روغتيا وزارت له لوري په تورخم او کندهار کې، د راستنېدونکو افغانانو لپاره ځانګړي روغتيايي مرکزونه جوړ شوي دي.
































