د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ژبو د عالي شورا د جوړېدو او د دې شورا د لومړۍ غونډې د جوړېدو خبر ورکوي. باختر اژانس ویلي، چې د ژبو عالي شورا د سرپرست حکومت د مشر په امر د هېواد د ژبو د لا بډاینې او معیاري کولو په موخه جوړه شوې ده. د خبر له مخې په نوموړې شورا کې د اطلاعاتو او کلتور، د لوړو زده کړو او پوهنې د وزارتونو او د علومو د اکاډیمۍ استازي او د هېواد یو شمېر لیکوال او ژبپوهان غړیتوب لري.
































