د سپین بولدک – چمن پر دروازې پر تګ راتګ د محدودیتونو د لرې کولو په موخه د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ د زرګونه کسانو لاريون دوام لري .لاريون والو د چمن لویه لاره بنده کړې او غوښتنه کوي چې دغه هېواد دې خپله پرېکړه بېرته واخلي. دغه راز د پاکستان د سرپرست حکومت اطلاعات و فرهنګ وزیرهم تېره ورځ په چمن کې له لاريون کوونکو سره کتلي او غوښتنه یې ترې کړې چې لاريون پای ته ورسوي. په ورته وخت کې خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین بيا ویلي چې دا اعتراض به تر هغه وخته دوام وکړي، څو چې د پاکستان حکومت خپله پرېکړه بېرته نه وي اخیستې. د پاکستان حکومت د روانې میاشتې په پیل کې اعلان کړی چې په دې هېواد کې غیرقانوني بهرني کډوال به وباسي.
































