د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، د هېواد پارلمان مخکې له دې چې د ملي دسترخوان پروګرام رد کړي، باید مالومات یې درلودی. نوموړي په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې ویلي، دا پروګرام د نړیوال بانک له لوري تمویلېږي. هغه ویلي، د ۱۳۹۵ کال سروې له مخې د افغانستان ۵۵ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او حکومت مکلف دی په بېړنیو حالاتو کې خلکو ته مرستې ورسوي. هغه دغه راز زیاته کړې، طالبانو د سولې خبرو پیل لپاره خپلې ژمنې نه دي عملي کړې او دوی باید دغه بهیر ته چمتو او تاوتریخوالی ودروي. صدیقي د خپلو خبرو پر دوام وویل، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام هیڅ لوري ته د منلو نه دی او په خبره یې که چېرته طالبان فکر کوي چې د جګړې له لارې به خپلو موخو ته ورسېږي نو له سره دې فکر وکړي. هغه ویلي، افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې بدلون کړی دی او طالبان باید د دې بدلون په منلو او د دوحې هوکړې په عملي کولو سره بین الافغاني مذاکراتو ته غاړه کېږدي. صدیقي له لوږې سره د مخ ۵۵ سلنه وګړو خبره وروسته تر هغه کوي چې ولسمشر غني د ملي دسترخوان پروګرام په پرانیستغونډه کې ویلي وو چې په افغانستان کې ۹۰ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
































